|
لـيكـنه : ډاكټـر طارق "رشـاد"
كمپوزاو ترتيب
:
محمـدحامد"متواضع"
د بيا سموني نېټه :
۹/۹/۱۳۸۴ _ 30/11/2005
اكاډيميسن
پوهاند رشاد د
۱۹۲۱
م كال د نومبر پر
۱۴ (
د
۱۳۰۰
ل كال دلړم د مياشيتي پر درويشتمه
نېټه ) چې له لويي برتانيې څخه زموږ دګران هيواد افغانستان
د سياسي خپلواكۍ دوه
كاله تېر سوي وه د كندهار ښار د بابړو د كوڅې په يوې مخوري
او درنې كورنۍ كې سترګي
دې نړۍ ته پرانيستې ، چي دې كورنۍ د سوداګرۍ تر څنګ دعلم
او پوهي سره ښه مينه
درلوده او پلار يې ارواښاد عبدالغفور خان دمروجو علومو د
مطالعې خاوند او پر خپلي
مورنۍ ژبي سربېره يې ، په پاړسي عربي ، اردو او انگريزي
ژبو پوهيدى او نيكه يې حاجي
محمد اياز خان دخپل وخت مشهور سوداګر او ورنيكه يې ( غور
نيكه ) محمد جان خان ، تر
نيكه يې نېك محمد خان او سرنيكه يې لكي صاحب خان چي ديو لك
سكو خاوند او دمعاصر
افغانستان دبنسټ ايښودنكي ستر احمدشاه بابا (
۱۷۴۷ ? ۱۷۷۳
م ) د وخت له مشهورو خلكو
څخه و.
دا كورنۍ پخوا دپاچا جوړونكو
( King Makers )
كورنيو څخه بلل كېده ، لكه
نور محمد خان بابړ چي ( مستوفي الممالك ) او ګل محمد خان
بابړ چي د ( امين الملك
)
دنده سرته رسوله او دافغانستان ټولي اقتصادي او دهغه دپلان
چاري ور دغاړي وې ، دلوي
احمدشاه بابا سره يې كورنۍ دوستي هم درلوده او دهغه د لمسي
شهزاده زمان چي وروسته
له خپل پلار تيمور شاه څخه پر تخت كښېناست او دشاه زمان په
نوم يې شهرت تر لاسه كړ
، خسر يې هم و
.
داستاد رشاد په روزنه او پالنه كي په لومړي ګام كي دهغه
فاضل پلار مهمه ونډه درلوده ، لكه چي دى خپله د ګوربت مجلې
سره په مركه كي وايې
:
"زما
لومړى استاد زما پلار و ، پر هغه دي خداى ﷻ ورحميږي زه يې
روزلى ، خو
متاسفانه چي د هغه سيورى په
۱۳
كلنۍ كي زما له سره څخه ليري سو او ما دده له ټول
فضيلت څخه استفاده ونه سوه كړاي ، تقريبا ً
۶۹ (
اوس
۷۳ )
كاله وړاندي ما انګرېزي
الفبا له پلاره زده كړې او عربي كتابونه مي هم تر مختصر
پوري له پلاره سره ويلي دي
، پاړسي كتابونه مي لكه ګلستان ، بوستان ، حافظ او نور ټول
له پلاره سره لوستي ،
البته نور استادان مي هم درلوده، خو لومړى استاد مي پلار و
."
او همدارنګه د
افغانستان په نوم كوم اخبار چي په لاهور كي خپرېدى او پښتو
برخه يې درلوده ، د دوى
پلار ته را استول كېدى او هغه يې مطالعه كاوه
.
خو د خپلي ځيركتيا له امله ډېر
ژر په
۱۹۳۳
م كال كې په لومړي درجه له ښوونځي فارغ او په
۱۹۳۴
م كال يې پر ديارلس
كلنۍ د ښوونكي په توګه رسمي ماموريت پيل كړ ، چي د پوهي او
سن دلږوالي له امله يې
په كوچني ښوونكي ډېر شهرت پيداكړ چي حتى ډير شاګردان به يې
تر ده مشران هم وه
.
په
۱۹۴۶
م كال دكندهار د ښار دانتخابي ټولني رئيس او په
۱۹۴۷
م كال
دكندهار د ښاروال مرستيال سو او له
۱۹۴۷
م كال وروسته هندوستان ته ولاړ ، هلته يې
خپلو ځانګړو زده كړو او هم يې دپښتنواو پښتو په اړه ژورو
څيړونو ته دوام وركړ ، چي
د "لودي پښتانه" كتاب ، چي
۴۲۰
مخونه لري او "سوري پښتانه" چي 400 مخونه لري يې ښه
بيلګي دي او دهغه تر څنګ يې هندي ژبي او ديوانګري ليكدود
هم زده كړ او څه سانسګريټ
او انګرېزي ژبي يې هم وكوتي .
۱۹۵۲
م كال د ويښو ځلميانو چي د افغانستان لومړي ملي
ديموكرات ګوند و ، د استازي په توګه د كندهار د ښاريانو له
خوا پارلمان ته انتخاب
سو خو دكندهار د والي عبدالغني خان ( قلعه بيګي ) او
دچارواكو دمخالفت په وجه چي د
ويښ ځلميانو او پوهاند رشاد سره يې درلود د دوى د رائيو
صندوق د پوليسو له خوا ضبط
او دى دښاروالۍ له تالار او انتخاباتي حوزې را وايستل سو .
په
۱۹۵۷
م كال دپښتو
ټولني د مسلكي غړي او دكابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د
پوهنځي د استاد په توګه
وپېژندل سو چي وروسته بيا دپښتو ټولني د رياست مسلكي
مرستيال وټاكل سو ، سره له دې
چي دكابل پوهنتون دژبو او ادبياتو د پوهنځي استاد هم و .
په
۱۹۶۱
م كال دپخواني
شوروي اتحاد دسنت پيرزبورګ (پخوانى لينن ګراد) دښار د ختيځ
پېژندني د انستيتوت د
پښتو ژبي د استاد په توګه د دوه نيم كاله له پاره ولېږل سو
، چي وروسته افغانستان
ته راستون او د كابل پوهنتون د ژبو، ادبياتو او بشري علومو
د پوهنځي په پښتو څانګه
كي استاد او بيا د دغه ډيپارټمنټ (څانګي) شف (مشر) سو او د
وخت لوړه علمي رتبه
پوهاندي يې په
۱۹۷۴
م كال كي تر لاسه كړه، څو د۱۹۷۸
م تر پېښي وروسته ډېر ژر لزوماً
تقاعد ته سوق سو، خو ددې رژيم د مخالفت سره ? سره يې خپلي
علمي او فرهنګي اړيكيد
كابل پوهنتون، د علومو د اكاډمۍ، علمي ټولنو او كړيو سره
وساتلې.
استاد
رشاد لومړى شعر په
۱۹۳۴
م كال پر ديارلس كلنۍ ويلى، خو د هغه لومړى شعر په
۱۹۳۸
م
او لومړى څېړنيزه ليكنه په
۱۹۴۱
م كال د افغانستان په مطبوعاتو (طلوع افغان) كي
خپاره سوي دي . دده په وينا له
۲۶
كلنۍ څخه د ويښو ځلميانو د نهضت غړى و
.
د جهاد پر مهال په كابل كي اوسېد، خو مضامين او شعرونه به
يې په مستعارو
نومونو چي په هيواد كي خطر ورته پېښ نه كړي، د كلفورنيا په
Freedom
، د ناروې په
مجاهد ولس، جرمني ، اطريش، هند، پېښور ، كراچي او نورو
ځايونو كي خپرېدل او چي ډېر
به ترخه نه وو او په سمبوليك ډول به پكي د وخت رژيم غندل
سوى او ملي جهاد او آزادي
ستايل سوې وه ، په كابل كي هم خپرېدل او له
۱۹۹۲
م كال وروسته چي د تنظيمونو تر منځ
د واك د ساتلو او يا تر لاسه كولو جګړه پيل او ايتنيكي
اختلافاتو ته لمن ووهل سوه،
د هغه دغندني په خاطر يې هم شعرونه او ليكني له هيواد څخه
دباندي خپرې كړي او د
طالبانو په وخت كي په يوه غونډه كي چي د
۱۹۷۹
م كال د روسانو د يرغل د غندني په اړه
نيول سوې وه، استاد رشاد د سر په بيه د طالبانو سياست د
روشنفكرانو او دموكراسۍ په
اړه وغانده او دا يې په ډاګه وويل چي: " زه ويښ ځلمى وم ،
يم او اوسم به او دا ګوند
هغه ګوند دى چي په افغانستان كي يې د لومړي ځل له پاره د
ډيموكراسۍ ږغ پورته كړ
."
د
۱۹۷۸
م كال تر پيښي را وروسته بيا تر
۱۹۹۲
م كال پوري ددوى د سياستونو
د غندني په اړه يوه شعري ټولګه د " ملحد شاهۍ" په نوم
ليكلې او د
۱۹۹۲
م كال څخه
بيا تر
۱۹۹۶
م كال پوري يوه شعري ټولګه د"تنظيم شاهۍ يا ملا شاهۍ" په
نوم ليكلې او
وروسته يې د طالبانو تر سقوط پوري د " طالب شاهۍ" په نوم
يوه شعري ټولګه ليكلې ده
.
استاد د خپل ژوندانه تر وروستۍ شېبې پوري د زورواكۍ او
بلواكۍ پر ضد شعرونه او
ليكني كړي دي ، خو په څرګند ډول ويلاى سو چي ژوند يې تل د
چارواكو سره په مخالفت
(اپوزيشن)
كي تېر سوى دى ، چي نه يې ظالم واكمنان منلي او نه يې پردۍ
واكمنۍ ، د
ډيموكراټ او متعادل سياست خوښوونكى او ريفورمست دى . په
دغه توپير چي په لږ آزاد
چاپېريال كي يې مخالفت څرګند او د اختناق په شرايطو كي به
يې په پټه او سمبولونو
مخالفت كاوه . له دا ټولو ستونځو سره سره چي په وار وار
تعقيب سوى او تهديد سوى و
او دا امكان يې هم تر لاسه كړى وو چي څو ځله په شخصي ډول
جاپان ، هندوستان ،
پاكستان ، يمن امريكا، سعودي عربستان او نورو هيوادونو ته
سفرونه وكړي ، خو خپل
هيواد يې خوشي نه كړ او بيرته خپل هيواد ته راستون سوى دى
.
ارواښاد استاد
به تل دا ويل چي " هيوادپر هر چا ګران دى خو ما ايمان پر
راوړى ، كه مرم هم به دلته
يم او كه ژوندى يم هم به دلته يم
."
ارواښاد استاد په پاړسي، عربي، اردو، هندي،
روسي او انګريزي ژبو پوهېدى او له تركي او جاپاني ژبو څخه
يې هم استفاده كولاى سواى
.
پر خپلي مورنۍ ژبي سربېره يې په پاړسي او اردو ژبو كي هم
ښه عروضي شاعري كوله ،
خو دوى خپل ټول ژوند د پښتو ادب د پرمختگ او ودي په لاره
كي تېر كړى دى ، علمي ،
ادبي او تاريخي اثار يې ليكلي ، د نړيوالو ادبياتو ژباړي
يې كړي او زيات شعرونه يې
زموږ شعري نړۍ ته ډالۍ كړي دي . ددوى (۴۹)
اثار له سلګونو مقالو سره چاپ سوي دي چي
په لاندي ترتيب سره ذكر كيږي
:
چاپي
اثار:
1.
ملحد شاهي يا كمونيست شاهي، شعري ټولګه ده چي د
۱۹۷۸
م كال
د كودتا څخه تر
۱۹۹۲
م كال پوري د وخت د حكومت د كړنو غندنه پكي سوې ده.
2.
تنظيم شاهي ، شعري ټولګه ده چي د
۱۹۹۲م
كال څخه تر
۱۹۹۶
م كال پوري د هغه وخت د
حالاتو ذكر پكي سوى د ى
.
3.
طالب شاهي ، شعري ټولګه ده، چي د طالبانو د حكومت
وروسته چاپ سوې ده.
4.
لودي پښتانه په 420 مخونو كي، د
۱۹۵۸
م كال چاپ
.
5.
ډهلي د پښتنو په وخت كي، سريزه، د
۱۹۶۰
م كال چاپ
.
6.
د ليو تولستوى درې
نكلونه، (پښتو ژباړه) د
۱۹۶۱
م كال چاپ
.
7.
د يولسم ټولګي پښتوقرائت ، د
۱۹۶۱
م
كال چاپ
.
8.
د دولسم ټولګي پښتوقرائت، د
۱۹۶۱
م كال چاپ
.
9.
د امير خسرو
دهلوي هندي شاعري، د
۱۹۷۴
م كال چاپ
.
10.
د خيرالبيان لغتونه، سريزه، په
۱۲۲
مخونوكي، د
۱۹۷۴
م كال چاپ
.
11.
د خيرالبيان په سريزه كي درې مقالې، د
۱۹۷۴
م
كال چاپ
.
12.
د دولت لواڼي د دېوان سريزه ، د
۱۹۷۴
م كال چاپ
.
13.
د واصل
روښاني دېوان، سريزه او سمون، د
۱۹۷۴
م كال چاپ
.
14.
پاڼي ڼي، اښت ادهياى او په
هغه كي پښتو كلمې، د
۱۹۷۵
م كال چاپ
.
15.
ګيتانجلي (د رابندراناټ ټاګور اثر) د
پښتو ژباړي سريزه، په
۱۰۴
مخونو كي ، د
۱۹۷۵
م كال چاپ
.
16.
تاج (د رابندراناټ
ټاګور اثر) د پښتو ژباړي سريزه، د
۱۹۷۵
م كال چاپ
.
17.
د ګولډن شتت د فرهنګ
سريزه، د
۱۹۷۷
م كال چاپ
.
18.
د ګلشن روه سريزه په
۱۹۲
مخونو كي، د
۱۹۷۷
م كال
چاپ
.
19.
د احمدشاه بابا د پښتو اشعارو شرحه، سريزه او سمون، د
۱۹۷۷
م كال چاپ
.
20.
د احمدشاه بابا د دېوان غورچاڼ، د
۱۹۷۸
م كال چاپ
.
21.
بديع درسي كتاب
، د دارالمعلمين له پاره، د
۱۹۸۰
م كال چاپ
.
22.
د ابن سينا مخارج الحروف پښتو
ژباړه
.
23.
د پښتو تجويدونو تاريخچه په
۷۴
مخونو كي، د
۱۹۸۰
م كال چاپ
.
24.
د پښتو اسماء الحسنى سريزه، د
۱۹۸۰
م كال چاپ
.
25.
دڅمكنو ميا عمر، د
۱۹۸۱
م
كال چاپ
.
26.
د حاجي جمعه باركزي د دېوان سريزه او لغتنامه، د
۱۹۸۲
م كال چاپ
.
27.
پر افغانستان او بريتانوي هند باندي څو خبري، د
۱۹۸۲
م كال چاپ
.
28.
د
پټي خزانې فرهنګ، د
۱۹۸۳
م كال چاپ
.
29.
در بارۀ ظفرنامۀ اكبري و ناظم آن، د
۱۹۸۶
م كال چاپ
.
30.
د قصه خوانۍ خونړۍ پېښه، د
۱۹۸۸
م كال چاپ
.
31.
لس
مقالې، د
۱۹۸۸
م كال چاپ
. .
32.
سوبهاش چندرابوس، د
۱۹۸۹
م كال چاپ
. .
33.
د زړه ويني (شعري ټولګه)، د
۱۹۹۱
م كال چاپ
.
34.
د افغانستان بدي ورځي
(شعري
ټولګه)، د
۱۹۹۴
م كال چاپ
.
35.
لولپه پېغله (شعري ټولګه) ، د
۱۹۹۵
م كال
چاپ
.
36.
كوروش خون آشام، ( پاړسي نظم) ، د
۲۰۰۰
م كال چاپ
.
37.
د پښتنو
غميزه (شعري ټولګه)، د
۲۰۰۱
م كال چاپ
.
38.
خښمېدلې امريكا (شعري ټولګه)، د
۲۰۰۲
م كال چاپ
.
39.
د واده كلى كربلا سو (شعري ټولګه) ، د
۲۰۰۳
م كال چاپ
.
40.
د تودو وينو حمام افغانستان سو (شعري ټولګه)، د
۲۰۰۳
م كال چاپ
.
41.
د
افغانستان د تاريخي جغرافيې په اړه د علامه رشاد سره د
مركو ټولګه، (لومړۍ برخه)، د
۲۰۰۴
م كال چاپ
.
42.
تېروتني (تاريخي او ادبي) لومړۍ برخه، د
۲۰۰۴
م كال چاپ
.
43.
بې لاسو ښځه (د ليو تولستوى د اثر ژباړه)، د
۲۰۰۴
م كال چاپ
.
44.
لوى
احمدشاه بابا د خلګو له نظره ، ( د افغانستان د اكاډيمۍ له
خوا)، د
۱۹۹۱
م كال چاپ
.
45.
روڼې اوښكي (شعري ټولګه) په
۱۲۰
مخونو كي، د
۲۰۰۵
م كال چاپ
.
46.
د
ګلانو ګېډۍ (شعري ټولګه)، په
۴۶
مخونو كي، د
۲۰۰۵
م كال چاپ
.
47.
د بېنوا ياد،
په
۴۵
مخونو كي ، د
۲۰۰۵
م كال چاپ
.
48.
ادبي نثرونه، په
۶۱
مخونو كي ، د
۲۰۰۵
م كال چاپ
.
49.
د كارنامو مېرمني، په
۶۸
مخونو كي ، د
۲۰۰۵
م كال چاپ
.
50.
نصاب الصبيان، سريزه، 1982 م كال چاپ
.
51.
فوايد فقيرالله، لغتنامه او تعليقات،
1980
م كال
چاپ .
52.
د پښتو - جاپاني قاموس په باب
.
53.
د حيات افغاني د
پښتو ژباړي تصحيح، تحشيه او تعليقات.
54.
د حالنامې سريزه، تعليقات او لغتنامه
.
55.
د پټي خزانې عروضي اړخ
.
56.
د تاريخ سياح مسيحي كتنه او نظر
.
57.
د زمانشاه او سلطان ټيپو سريزه
.
58.
پښتانه شعراء (دريم ټوك) د
۲۷
شاعرانو د
احوالو او اثارو پېژندنه، تصحيح او تنقيح
.
59.
د ملاعبدالباقي د تبيين
الواجبات سريزه
.
ناچاپه
اثار:
1.
پښتانه شعراء په اردو ژبه كي ، په دغه اثر كي هغه پښتانه
معرفي سوي دي چي په اردو ژبه يې شعرونه ويلي دي، په دغه
اثر كي (۳۸۳)
تنه شاعران
راغلي دي ،
۸۵۰
مخونه لري
.
2.
پښتانه شعراء په پاړسي ژبه كي ، په دغه اثر كي
هغه پښتانه معرفي سوي دي چي په پاړسي ژبه يې شاعري كړې ده
، په دغه اثر كي (۲۰۰)
تنه شاعران معرفي سوي دي ،
۷۰۰
مخونه لري
.
3.
غالب جنگ غازي نواب احمدخان بنګښ
او د هغه كورنۍ،
۱۹۰
مخونه لري.
4.
آيا؟ په دغه اثر كي هغه تېروتني او تېر
ايستني په ګوته سوي چي هغه په پښتو او پاړسي ادبياتو او
تاريخ كي د پاملرني وړ دي ،
۵۰۰
مخونه لري
.
5.
د قومو او قبيلو په باب ياداښتونه،
۶۷۰
مخونه لري
.
6.
مستشرقين، په دغه اثر كي (۲۰۰)
تنه ختيځ پوهان چي د افغانستان، پښتو او پاړسي ژبو
په باب يې څېړني كړي ، معرفي سوي دي ،
۵۴۰
مخونه لري
.
7.
امين الملك ګل
محمدخان غورياخېل بابړ او د هغه كورنۍ چي د استاد له
نيكونو څخه دى ،
۲۴۰
مخونه لري
.
8.
ملي قهرمان غازي محمداكبرخان ،
۲۳۰
مخونه لري
.
9.
سوري پښتانه،
۴۰۰
مخونه لري
.
10.
د كندهار د مدرسو تدريسي نصاب،
۴۰۰
مخونه لري
.
11.
حضرت
،
۲۳۰
مخونه لري
.dابوبكر
صديق
12.
په زړه پاړسي ، پهلوي او اويستا كي پښتو
كلمې، (د پوهنتون د ماسټرۍ په نصاب كي شامل اثر)
۳۸۰
مخونه لري
.
13.
د كندهار
زيارتونه،
۷۰۰
مخونه لري
.
14.
ادبي قاموس، دغه اثر شپږ ټوكه دى ، لومړى ټوك
(۱۲۰۰)
مخونه، د |