|
د سپرغۍ او ژواک د بريښنا پاڼو د خواخوږي
پيغام
په زياتي خواشيني سره مو خبر تر لاسه کړ چۍ د نيشل عوامي ګوند مشر او
دپښتنو او بلوڅود غورځنګ ستر او نامتو ملت پال سياست
پوه او مبارز خان عبدالولي خان د ٨٩ کلونو په عمر له دي
ڼړي څخه سترګي پټي کړي. خان عبدالولي خان د هند دلويي وچۍ
د آزادي د لاري د تحريک د ستر مبارزاو د افغانانو د ستر
دوست اود خدايي خدمتګار غورځنګ د بنسټ ايښودونکې، خان
عبدالغفارخان، زوی وو خان عبدالغفار خان د هغه ميني له
کبله چۍ له افغانستان او افغانانو سره درلوده، په ننګرهار
کې خاوروته و سپارل شو(دهغه د وصيت پر بنسټ). عبدالولي خان
په خپله هم خپل ټول ژوند په سياسي مبارزه کې تير کړ. خداي
بښلې عبدالولي خان د پښتنو او بلوڅو د حقه حقوقو تر لاسه
کولو دپاره ستري او نه ستړي کيدونکې او نه هېريدونکې هلې
ځلې و کړي چۍ د پښتنو او بلوڅو د آزادي بښوونکې غورځنګ په
تاريخ کې به يي نوم په ځلانده تورو ليکلې پاتي شي. موږ په
داسي حال کې چۍ دهغه مړينه يوه ستره ضايعه بولو د هغه روح
ته دعا کوو او د هغه کورنۍ او د فکر او عقيدي پلويانوته د
صبر اوزغم هيله کوو . او موږ په دغه غم کې ځان شريک بولو.
|