|
|
|

|
ديره لکه اوږده تراړه ٫ لکه ديو ه ماشوم شليدلې تڼۍ داسې اوږده غزيدلې وه ٠ دديرې بر سر ته پخوانې زوړ جومات ولاړ و ٠ دجومات دروازه لا پخوا ماته شوې وه ٠ يوه تمبه ړۍ يې ددروازې مخې ته ولاړه وه ٠ دجومات دبام ناوه کښته راځوړنده بريښيده ٠ دناوې لاندې ديوال هم دجړۍ اوبارانونو په وسيله کنده شوى و ٠ دديرې بر سر په چنار ښکلى و٠ هغه ډير دنگ چنار و ٠ دومره چې چابه يي بر سر ته وکتل نو دچا خبره خولۍ به يې له سره لويده ٠ دچنار دنگې لښتې له اوچت غره له قد سره سيالې کوله ٠ چنار دديرې اودکلا دلويي اوعظمت نښه وه ٠ خو اوس يي ډډ چينجن شوى و ٠ غومبسو پکې ځاله کړې وه ٠ شيرينه اوالماس دواړه تنکې ماشومان وو ٠ داوو اتو کالو وو په شگو کې په لوبو اخته وو ٠ دديرې اوزاړه جومات چې خلک به ورته په پاټکو ورختل اولمونځ به يي پکې کاوه ٠ دهغه شاته يې دانځرو گڼې ونې ولاړې وې ٠ انځرو پاڼې کړې وې ٠ ښې گڼې پاڼې ېې کړي وې ٠ پاڼو يې ډير گڼ سيورې جوړ کړې وو ٠ دپاڼو تر منځ ډير ښه بوې تر سږمو کيده ٠ په خلکو کى دا باور و چې دانځرو ونې چې تازه پاڼې وکړې نو گل هم کوي اودغه گل هر چاته ځان نه ښايي ٠ بلکې يواځې د((برخې خاوندان اولوې کسان)) دغه گل په سترگو ليدلې شي ٠ خو شيرينه اوالماس په دې راز هم نه پوهيدل ٠ هغوۍ هسې ددې ونو سيوري او په شگو کې دخيالې لوبو کولو ته خوښ وو ٠ لويه وياله وچه پرته وه ٠ خو له ويالې لاندې شيله يا خوړ په شړک اوزور سره بهيده ٠ شگې په وياله کې ډيرۍ پرتې وې ٠ دويالې بند سيلاب وړې وو ٠ خو دماشومانو لوبې څه وي ؟ پړندې شگې به ېې ډيرۍ کړي ٠ دواړه پښې به يي پکې ننويستې بيا به يي شگې په لاسونو ښې ډېرې وټپولې ٠ اوچې ډاډه به شول چى اوس کلکې شويدي نوورورو به يي ترې پښې راوويستلې ٠ اوپه خوشالۍ به يي چيغې کړې دادي زما کوټه ودريده ٠ څومريه ټينگه ده ٠ دانه ورانيږي ٠ داکلکه کوټه ده ٠ اوشيرينې به هم ورته وويل : نوچې داسې ده چي اوبه هم راشې ورانه به نه شې ؟ اوبه نه راځي ٠ اوبه دلته څه کوې ؟ ليونۍ يي ته ليونۍ يي ؟ اوھغي به ورته بالمقابل وويل : ته هم ليونۍ يي ٠ ته هسې اوتي بوتي وايي ٠ اوبيا به هغې هم په خپلو پښو شگې واچولې ښې به يي وټپولې اوچې ډاډه به شو نو ورو ورو به يي پښي راوويستې ٠ دپښو په راويستو به يي يو دم چيغې کړې ٠ واه زما کوټه هم ودريده ٠ څومره ټينگه ده ٠ دانه ورانيږي ٠ داکلکه دريږي ٠ دازما کور دى دا زما جونگړه ده ٠ اودا زما ٠٠٠٠ دشگو کوټنۍ دهغوۍ دخيالونو اوتصوراتو دونيا وه ٠ دا کار اودا دول لوصې دوې هر وخت تکرارولې ٠ هره ورځ به دوې لوبې کولي ٠ دوي به کوټې جوړولې٠ لکه دواقعي ژوندانه په تصوراتو به يي جوړولې٠ هو دوې ماشومان و ٠ په ماشومتوب کې دوى دپاخه اوتير عمر له پاره تصورات درلودل ٫ عبث تصورات ٠ دابديت تصورات ٠چې هيڅکله ځاى نه نيسي ٠ دپشه کال په گرمۍ کي توده برو راوالوته ٠ شيرينه دلوبو پر مهال خوب يوړه دسوکړک چنډه يي له لاسه ولويده ٠ پښې يي هماغه شان په شگو کى پاتې شوي ٠ خو الماس داسمان له نادودو نا خبره وو ٠ هغه يوازي خپل حرص اودخپلو ماڼيو تلوسې پر مخه اخيستې و ٠ په بي بارانه اسمان کې په وچ اودکمو اوبو پر خوړ په درنگ سات کې زورور خړ سيلاب راووت ٠ اوتر هغه چې الماس سترگې اړولې اودمنډې له پاره يې ځان تياراوه دتصوراتو لپ ماڼيو سره اوبو لاندې کړل ٠ اوبيا يې مړي په چړونو کې هم ونه ميندل شول
٢٠٠٥ کال داپريل ٣ نيټه www.zhwak.com |