اشــعار:
مني ته, د غیرت څلی او ...
اسدالله زمری
قو او زه
وايې چې قو په ژوند کې...........
یو ځلې مینه کوی،
او صرف همدغه مینه ، د هغه ژوند
جوړوی
هغه د مرګ له پاره ، ځان رسوی همالته.........
چې میین شوی پکی........
بی مهابا او بی اختیاره ئې قوی او
ځوان زړه،
دی درزیدلی، تپیدلیو غوړیدلی چاته...
×××××××××
غواړم د قو په شانی، د ګران وطن په غیږ کې
هلته چې ما له ده نه مینه زده کړه
هغه چې ما ورسره مینه
کړی؛
هغه چې زړه او د بدن ذرې مې
تل تپیدلي ده ته،
دا خپل ځان ورسوم
اشــعار:
مني ته, د غیرت څلی او ...
|