د پيوستون پيغام
د بې بې سي له ويب پاڼې څخه مو خبر تر لاسه کړ چې د
مزارشریف په ښار کې د پرويز کامبخش په نامه يوځوان ژور
نالیست د بې بنسټه او ناروا تورونو په تور په زندان کې
اچول شوی دی.
دا دهغه پيښو او اقدامونو دوام دی چې جنګسالاران او د
دولت فاسده کړۍ غواړي د بنسټپالنې او تندلارې د فضا په
رامنځ ته کولو سره زموږ د هيواد روښانفکران ،
ژورنالستان او د ار(فرهنګ) د ډګر فعالان چې دهغوې
اندونه او کلتوري رسالت زموږ د ګران هيواد افغانستان د
ربړيدلو خلکو د پاره دحقيقت، عدالت او آزادۍ سرچينه
ده، د تندلارۍ او بنسټپالنې په تياره فضا کې ايسار او
بندي کړي او په دې وسيله افغانستان هره ورځ د بربادۍاو
تيارو په لور يوسي. ټوله ته څرګنده ده چې دغه د وحشت
او ناروا استازيو په ډيرې آسانۍ سره زموږ د هيواد ملي
پانګه چور او غلا کړه او اوس هم زموږ د هیواد د ملي
شتمنیو په لوټلو بوخت دي او هره ورځ په ميليونونه
پانګه له هيواد څخه بهر ته وړي.
ژورنالستان چې د خلکو روښانه سترګې دي او له درغليو
پرده اوچتوي نو ځکه ددغه وحشيانو تر بريد او ګوزار
لاندې راځي. په ډنمارک کې دميشته افغانانو شورا ، د
ژواک ويب پاڼه او د سپرغۍ ويب پاڼه له ټولو دغه
مبارزينونه چې د وينا او حقيقت د آزادۍ دپاره مبارزه
کوي ټينګ ملاتړ کوي. زموږ ژورنالستانو وښودله چې د
حقيقت او انسانيت سره مينه د ټولو افغانانو په زړونو
کې لکه د الهي پيرزوينې ځای لري او د وجدان، عقيدې،
عدالت او بيان د آزادۍ دښمنان نه شي کولی هغه له منځه
يوسي.
زموږ روښان اندي او په وطن او خلکو مين ژورنالستان د
جنګسالارانو، غلو او د تيارو، جهالت او خرافاتو له
منګولو څخه زموږ دهيواد د ژغورلو تر ټولو ستر ځواک دی.
نن دا د ټولو ريښتنو روښان اندو او ژورنالستانو ستره
دنده ده څو ګران هيواد افغانستان له دغه ناولو منګلو
څخه وژغوري او پري نه ږدي څو داړونکي او حرفوي سړي
وژونکي، د مخدره موادو قاچاق وړونکي د وژلو، بندي کولو
او ګواښونو له لارې د هيواد د آزادۍ اوپرمختيا او
غوړيدو بهير له ماتې سره مخامخ او له منځه يوسي. نن
دغه د پردو لاسپوسی جنايتکاره ډلې ټپلې خپل کرغيړن
ژوند په خطر کې ويني نو ځکه د ريښتنو ژورنالستانو،
روښانفکرانو او نورو ملي او وطنپاله شخصيتونو په له
منځه وړلو لاس پورې کوي او د هغوې د آزاد فکرۍ په لاره
کې د وهلو ټکولو، بندي کولو او ترور او دهشت د لارې
خنډونه رامنځ ته کوي.
روشنفکران و ژورنالستان افغان
از شما میخواهيم که به ندای قلب و روان خود یعنی عشق
به وطن و مردم پاسخ مثبت دهید و از آن نیرو بگیرید و
با اتکا به توانایی های اصیل خود جنبش مبارزه عليه
ارتجاع سالاري و تاريک انديشي را به پیروزی رسانید.
این افراطيون عقب ګرا و خرافه پرست و عمال دست
بيګانګان نشان دادند که حامی منافع ملت افغان نیستند و
همواره با نیرنگ و ریا مستقیم و غیر مستقیم باعث
استمرار حکومت جهل و خرافات ضد افغاني شده اند و
تاکنون از آن بهره های بیشمار برده اند و در این روند
ثروت و سرمایه های ملی ما را از املاک دولتي، ثروت هاي
منقول و غير منقول و دیگر منابع زیرزمینی تا آثار
فرهنگی و تاریخی و نیز دارايې هاي شخصی مردم را به
یغما برده اند و سعی نموده اند فرزندان افغانزمین را
در تاریکی و تباهی حکومت جبار افراطيون همواره تحت
شکنجه های روحی و جسمی نگهدارند تا آسان تر بتوانند به
مقاصد شوم سیاسی – اقتصادی خود درافغانستان دست یابند.
درنو وطنپاله او مترقي روښان اندو پر خپلو فکري او
بدني وړتياو ډډه ولګوۍ چې په مبارزه او يووالي کې ستر
ځواک پروت دی همدغه ځواک دی چې ستاسې دښمنان يانې د
عدالت او آزادۍ دښمنان ترې ډار لري. اوس چې د تيارو او
جهالت استازو ستاسې د ځپلو او ډارولو دپاره په
اقدامونو لاس پورې کړی په ګډې مبارزې سره ددغه نارواو
تر وړاندی ودريږی او د خپلې مبارزې سنګر لا غښتلی کړي.
د کامبخش د آزادۍ د پاره خپل غږ لا اوچت کړۍ څو
ددښمنانو پر بدن لړزه راګډه شي.
امروز روز مقاومت وایستادګې در برابر اهریمنان نقاب
پوش افراطي است
شورای افغانان مقيم دنمارک
سایت ژواک
سايت سپرغې
|